دَ لُوقا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

اول باب

دَ تيوفيلوس په نُوم

١ اَئے خوږَ تيوفيلوسه! ډيرو خلقو په دے لاس پورے کړے دے چه دَ هغه واقعاتو ترتيب وار بيان وکړى کُوم چه زمُونږ په مينځ کښے تير شوى دى. ٢ بلکه هغوئ مُونږ ته خبرے حواله کړے دى اَؤ چا چه دا واقعات دَ سر نه په خپلو سترګو ليدلى وُو اَؤ دَ زيرى خادمان وُو. ٣ نو زَۀ هم په خپل وار،اَئے خوږه تيوفيلوسه! ستا دَ پاره دَ پُوره تحقيق نه پس دا ټولے خبرے په تر تيب سره نقل کوم. ٤ دا دَ دے دَ پاره چه تا ته دَ هغه خبرو په حقله صحيح معلُومات درکړم دَ کُومو نه چه تۀ خبر کړے شوے يئے.

دَ يحيىٰ بپتسمه ورکوُونکى دَ پيدايښت پيشن ګوئى

٥ دَ يهُوديه دَ هيروديس بادشاه په زمانه کښے يو کاهن وُو چه نُوم ئے ذکرياه وُو. دے دَ ابياه په فرقه کښے وُو. دَ هغۀ ښځه هم دَ هارُون دَ اولاده وه. دَ هغے نوم اليشبع وُو. ٦ دوئ دواړه دَ خُدائے رښتينى اَؤ حُکم منُونکى وُو اَؤ دَ رب ټول حُکمُونه اَؤ قانُونُونه ئے بے عيبَ منل. ٧ خو دَ هغوئ اولاد نۀ وُو ځکه چه اليشبع شنډه وه اَؤ دوئ دواړه دَ ډير عُمر وُو. ٨ يو ځلے چه ذکرياه دَ فرقے وار وُو اَؤ هغۀ دَ کاهنئ فرض پُوره کاوو، ٩ نو دَ کاهنئ دَ دستُور په موافق دَ هغۀ هسک راوختو چه دَ خُدائے کور ته ننوزى اَؤ خوشبوئ ئے وسيزى. ١٠ اَؤ بهر ټوله جمع په عبادت کښے مشغُوله وه. ١١ دا دَ خوشبوئ دَ سيزولو وخت وُو چه دَ خُدائے يوه فرښته په دغه وخت دَ خوشبوئ دَ قُربانګاه ښى طرف ته ولاړه ښکاره شوه. ١٢ دَ دے په ليدلو ذکرياه حيران شو اَؤ ويرے واخستو. ١٣ خو فرښتے هغۀ ته ووئيل،”ذکرياه! ويريږه مه! ستا دُعا قبوله شوه،ستا ښځه اليشبع به تا له يو زوئے راؤرى اَؤ تۀ به دَ هغۀ نُوم يحيىٰ کيږدے. ١٤ ستا زړۀ به دَ خوشحالئ نه ډک وى اَؤ ډير به دَ هغۀ په پيدايښت خوشحاله شى، ١٥ ځکه چه هغه به دَ خُدائے په نزد لوئے وى. هغه به مَئے ته چرے ګوتے نۀ وروړى اَؤ نۀ به څۀ نور شراب وڅښى،دَ مور دَ ګيډے نه به هغه په رُوحُ القُدس معمُور وى، ١٦ اَؤ هغه به ډير بنى اِسرائيل دَ رب لارے ته راواړَوى. ١٧ هغه به دَ مالک وړاندے دَ اِلياس په رُوح اَؤ طاقت په شان روان وى چه دَ پلارُونو اَؤ دَ زامنو تړون راولى اَؤ نافرمانه به دَ رښتينو په لار روان کړى اَؤ چه دَ رب دَ پاره يو فرمانبردار اُمت تيار کړى.“

١٨ ذکرياه فرښتے ته ووئيل،”زَۀ څنګه په دے باور کولے شم؟ زَۀ په خپله بُوډا سړے يم اَؤ زما ښځه هم عُمر خوړلے ده.“

١٩ فرښتے جواب ورکړو چه ”زَۀ جبرائيل يم،زَۀ دَ خُدائے په حضُور کښے ودريږم اَؤ زَۀ ئے ستا سره دَ خبرو کولو اَؤ دَ دے زيرى در کولو دَ پاره راليږلے يم. ٢٠ خو اوس واؤره چه تۀ به دَ خبرو طاقت بائلے اَؤ دَ دے کار دَ کيدو پورے به ستا خُلۀ بنده وى ځکه چه تا په ما باور ونۀ کړو. ځکه چه په خپل مُقرر وخت به زما خبره درسته ثابته شى.“

٢١ په دے دوران کښے خلق دَ ذکرياه په اِنتظار وُو اَؤ حيران وُو چه هغه دَ خُدائے په کور کښے دومره ولے ايسار شو. ٢٢ کله چه هغه راووتو نو دَ هغوئ سره ئے خبرے نۀ شوے کولے اَؤ هغوئ پوهه شُو چه هغۀ دَ خُدائے په کور کښے څۀ رويا وليده. هغه هلته کښے ودريدو اَؤ هغوئ ته ئے اِشارے کولے خو ژبه ئے نۀ چليده. ٢٣ هر کله چه دَ هغۀ دَ ذمه وارئ ورځے ختمے شوے نو ذکرياه کور ته لاړو. ٢٤ دَ دے نه پس دَ ذکرياه ښځه اليشبع اُميدواره شوه اَؤ پنځۀ مياشتے هغے خپل ځان پټ وساتلو. ٤٥ دا ئے ووئيل چه”دا دَ خُدائے امر دے،آخر هغۀ په ما نظر وکړو اَؤ زَۀ ئے دَ بنى آدمو په وړاندے دَ سپکاوى نه وساتلم!“

دَ عيسىٰ دَ پيدايښت پيشن ګوئى

٢٦ بيا په شپږمه مياشت خُدائے جبرائيل فرښته دَ ګليل په ناصرت نومے ښار کښے يوے پيغلے ته راواستوله ٢٧ چه کوژدن ئے دَ داؤد دَ خاندان يُوسف نومے سړى سره شوے وه اَؤ دَ دے پيغلے نُوم مريم وُو. ٢٨ فرښته دَ ننه لاړه اَؤ هغے ته ئے ووئيل،”په تا سلام چه درباندے ډير فضل شوے دے،رب ستا مل دے!“

٢٩ هغے چه څۀ ووئيل په هغے ډيره فکرمنده شوه اَؤ حيرانه وه چه دَ دے مُبارکئ څۀ مطلب دے. ٣٠ بيا فرښتے هغے ته ووئيل چه”مريمے! ويريږه مه! خُدائے په تا مهربانه شوے دے. ٣١ تۀ به اُميدواره شے اَؤ يو زوئے به دِ وشى اَؤ تۀ به دَ هغۀ نُوم عيسىٰ کيږدے. ٣٢ هغه به لوئے وى اَؤ هغه به دَ الاعلىٰ زوئے وبللے شى. مالِک خُدائے به هغۀ ته دَ نيکۀ داؤد تخت ورکړى. ٣٣ هغه به دَ تل دَ پاره دَ يعقُوب په خاندان بادشاهى کوى اَؤ بادشاهى به ئے هيڅکله نۀ ختميږى!“ ٣٤ مريمے ووئيل چه”دا څنګه کيدے شى؟ زَۀ خو لا وادۀ شوے هم نۀ يم.“

٣٥ فرښتے جواب ورکړو،”رُوحُ القُدس به په تا نازل شى اَؤ دَ الاعلىٰ قُدرت به په تا سورے وکړى اَؤ په دے وجه به هغه پاک پيدا کيدُونکے ماشُوم دَ خُدائے زوئے بللے شى. ٣٦ بله دا چه ستا خپلوانه اليشبع هم اُميدواره ده اَؤ په زوړ عُمر به زوئے راؤړى اَؤ څوک چه په شنډه مشهُوره وه،دَ هغے دَ اُميدوارئ شپږمه مياشت ده. ٣٧ ځکه چه دَ خُدائے وعدے به هيڅکله بے طاقته پاتے نۀ شى.“

٣٨ مريم ووئيل چه”زَۀ دَ رب وينځه يم. تا چه څۀ وئيلى دى،داسے دِ وشى.“بيا فرښته دَ هغے نه لاړه.

دَ مريمے دَ اليشبع سره مُلاقات

٣٩ په دغه وخت مريم پاڅيده اَؤ نيغه يو کلى ته لاړه کُوم چه دَ يهوداه په غريزه علاقه کښے وُو. ٤٠ هغه دَ ذکرياه کره ورغله اَؤ اليشبع ته ئے سلام وکړو. ٤١ اَؤ هر کله چه اليشبع دَ مريمے سلام واؤريدو نو بچى دَ هغے په ګيډه کښے ټوپ ووهلو اَؤ بيا اليشبع دَ رُوحُ القُدس نه معمُوره شوه. ٤٢ اَؤ په زوره ئے ووئيل،”په ټولو ښځو کښے تۀ دَ خُدائے په نزد مُبارکه يئے اَؤ دا لوئے والے ستا دَ ګيډے دَ ميوے په وسيله دے! ٤٣ زَۀ څوک يم چه زما دَ مالِک مور دِ زما ليدو له راشى؟ ٤٤ زَۀ تا ته دا وايم چه څوک هر کله چه ستا سلام زما تر غوږو شو نو زما په ګيډه کښے زما بچى ټوپ ووهلو. ٤٥ څومره بختوره ده هغه چه په دے ئے ايمان دے چه دَ خُدائے قول به پُوره شى!“

دَ مريمے دَ حمد ګيت

٤٦ اَؤ مريمے ووئيل چه

”ائے زما زړۀ! دَ رب لوئى بيان کړه!

٤٧ اَئے زما زړۀ ! خوشحالى وکړه،خوشحالى وکړه!

زما دَ خلاصوُونکى خُدائے په نُوم،

٤٨ چه هغۀ دَ خپلے عاجزے وينځے په حال

دومره لوئے نظر کړے دے!

دَ نن ورځے نه پس به راتلُونکے ټولے پيړئ

ما ته بختوره وائى.

٤٩ هغۀ زما دَ پاره دومره لوئے کارُونه کړى دى.

دَ هغۀ نُوم پاک دے.

٥٠ اَؤ څوک چه دَ هغۀ نه ويريږى،

په هغو دَ هغۀ رحم پيړئ په پيړئ دے.

٥١ اَؤ هغه کارُونه چه دَ هغۀ لاس کړى دى،

دَ هغۀ قوت څرګندوى.

دَ زړۀ اَؤ رُوح کبرژن ئے خوارۀ وارۀ کړى دى.

٥٢ هغۀ بادشاهان دَ تختُونو نه راغورزولى دى

خو غريبان ئے لويو مرتبو ته رسولى دى.

٥٣ وږى ئے په ښۀ څيزُونو ماړۀ کړى دى

اَؤ مالدار ئے تش لاس بيرته ليږلى دى.

٥٤ هغۀ دَ خپل خادم اِسرائيل مدد کړے دے،

لکه چه زمُونږ نيکُونو ته هغۀ وئيلى وُو،

٥٥ هغۀ په اِبراهيم اَؤ دَ هغۀ په اَؤلاد رحم کول

چرے هير نۀ کړو.“

٥٦ مريم دَ هغے سره درے مياشتے پاتے شوه اَؤ بيا کور ته واپس راغله.

دَ يحيىٰ بپتسمه ورکوُونکى پيدايښت

٥٧ بيا دَ اليشبع دَ بچى پيدا کيدو نيټه پُوره شوه اَؤ دَ هغے زوئے پيدا شو. ٥٨ هر کله چه دَ هغے ګاونډيانو اَؤ خپلوانو دا واؤريدل نو ډيره زياته خوشحالى ئے ورسره وکړه چه رب پرے دا رحم وکړو.

٥٩ اَؤ هغوئ په اتمه ورځ بيا راغلل چه ماشُوم سُنت کړى اَؤ هغوئ دَ هغۀ دَ پلار نُوم پرے ذکرياه کيښودلو. ٦٠ خو دَ هغۀ مور ورته ووئيل چه”نه! دا به يحيىٰ بللے شى.“

٦١ خو هغوئ ووئيل چه”ستا په خاندان کښے خو دَ هيچا هم داسے نُوم نِشته!“ ٦٢ بيا هغوئ دَ هغۀ دَ پلار نه په اِشارو تپوس وکړو چه”دَ دَۀ نُوم څۀ په کار دے؟“

٦٣ هغۀ دَ ليکلو تختئ راوغوښته اَؤ په دے ټول حيران شول چه هغۀ دا وليکل چه”دَ دَۀ نُوم يحيىٰ دے.“ ٦٤ سمدستى دَ هغۀ شُونډے اَؤ ژبه آزاد شول اَؤ هغه ګويا شو اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے ووئيله. ٦٥ ټول ګاونډيان په دے هيبت واخستل اَؤ دا خبرے دَ يهُوديه په غريزه علاقه کښے هر پلو خورے شولے. ٦٦ چا چه دا واؤريدل په هغوئ ډير اثر وشو اَؤ وئے وئيل چه”دَ دے ماشُوم نه به څۀ جوړيږى؟“ځکه چه دَ خُدائے لاس دَ دَۀ په سر دے.

دَ ذکرياه نبُوت

٦٧ دَ هغۀ پلار ذکرياه په رُوحُ القُدس معمُور شو اَؤ دا پيشن ګوئى ئے وکړه،

٦٨ ”ثنا ده دَ اِسرائيل دَ خُدائے!

ځکه چه هغۀ په خپل اُمت نظر وکړو،

هغه ئے بچ کړو اَؤ آزاد ئے کړو.

٦٩ اَؤ دَ خپل خادم داؤد په کور کښے ئے دَ خلاصُون

دَ پاره طاقتور سړے پيدا کړو.

٧٠ اَؤ لکه چه هغۀ دَ وړُومبو پاکو نبيانو په خُلۀ

پيړئ په پيړئ وعده کړے وه

٧١ چه هغه به مُونږ دَ خپلو دُښمنانو نه خلاص کړى

اَؤ دَ هغو ټولو دَ لاسو نه څوک چه راسره کينه لرى.

٧٢ اَؤ دا چه هغه به زمُونږ په پلارُونو نيکُونو رحم وکړى

اَؤ خپله پاکه وعده به ياده لرى.

٧٣ هم دغه سوګند هغۀ زمُونږ دَ پلار اِبراهيم سره کړے وُو

٧٤ چه هغه به مُونږ دَ دښمنانو دَ لاسه بچ ساتى،

٧٥ اَؤ دَ ويرے نه به امان راکړى

چه مُونږ ټول عُمر په پاکئ اَؤ دَ زړۀ په صداقت

دَ هغۀ عبادت وکړو.

٧٦ اَؤ اَئے زما وړوکيه! تۀ به دَ لوئے الاعلىٰ نبى بللے شے

ځکه چه تۀ به دَ مالِک په وړاندے تير شے

چه دَ هغۀ لارے تيارے کړے،

٧٧ اَؤ دَ هغۀ په عِلم به دَ هغۀ اُمت ته دَ ګُناهُونو

معافئ مُوندلو په وسيله هغوئ ته دَ خلاصُون لار وښائے.

٧٨ زمُونږ دَ خُدائے دَ خالص رحم په وجه

به دَ سحر نمر په مُونږ راوخيژى،

٧٩ اَؤ په هغو به وځليږى څوک چه په تيارۀ کښے

اَؤ دَ مرګ په سُورى کښے ناست وى

اَؤ چه زمُونږ قدمُونه دَ سلامتئ په لاره سم کړى.“

٨٠ څنګه چه دغه ماشُوم لوئيدو نو رُوحانى قوت ئے مُوندو اَؤ تر هغے ورځے پورے په بيابان کښے اوسيدو تر څو چه هغه بنى اِسرائيل ته ښکاره راڅرګند شو.